اطلاعات روز: داعش ډلې په کندز ښار کې پر طالبانو د ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په دې برید کې لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
داعش پورې تړلي اعماق خبري اژانس ویلي، چې د دې ډلې ځانمرګي بریدګر هغه مهال د طالبانو غړي په نښه کړل کله چې د بانک مخې ته د معاشونو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.
داعش ویلي، چې په دې برید کې د طالبانو لسګونه غړي، چې د دې ډلې امنیتي چارواکي هم پکې شامل دي، وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
داعش زیاته کړې چې د امنیتي تدابیرو سره سره د دې ډلې ځانمرګی بریدګر توانیدلی چې د طالبانو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړي.
دا ځانمرګی برید پرون سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې د کندز ښار د کابل بانک څانګې مخې ته وشو.
د طالبانو امنیتي چارواکو ویلي، چې په دې برید کې پنځه کسان وژل شوي، چې د طالبانو غړو په ګډون پکې ملکي وګړي هم شامل دي او اووه نور ټپیان شوي دي. راپور ورکړل شوی چې د کندوز پوهنتون یو استاد هم د قربانیانو په ډله کې شامل دی.
خو، غیر رسمي سرچینې بیا وایي، چې د تلفاتو شمیر تر دې لوړ دی.
د طالبانو ځینو غړو ویلي، چې په برید کې له ۲۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي. ویل شوي چې ډیری وژل شوي کسان د طالبانو د دفاع وزارت ځواکونه دي.
دا په داسې حال ده، چې داعش د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني پر وړاندې د ځانمرګي برید مسوولیت هم په غاړه اخیستی و.
داعش په دې وروستیو کې په بغلان کې د دوو دیني عالمانو د برید او په تخار کې د یو چینایي وګړي د وژلو مسوولیت هم په غاړه اخیستی دی.
سره له دې چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه د هېوادونو اندېښنې شته، خو طالبان په هېواد کې د دې ډلې شتون ته ګواښ نه ګڼي.