اطلاعات روز: د روڼتیا نړیوال سازمان د وروستي راپور له مخې، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د ۲۰۲۴ کال د فساد سره د مبارزې په درجه بندۍ کې درې درجې راښکته شوی او ۱۶۵ ځای یې خپل کړی دی.
دا دویم پرله پسې کال دی چې افغانستان د فاسدو هیوادونو د لیست پای ته نږدې کېږي.
د روڼتیا نړیوال سازمان هر کال د فساد د کچې پر بنسټ ۱۸۰ هیوادونه درجه بندي کوي، چې د صفر (ډیر فاسد) څخه تر سل (ډیر پاک) پورې نمرې لري.
د ۲۰۲۴ کال په درجه بندۍ، چې پرون (سې شنبه، ۲۳ د سلواغې) خپره شوې، ډنمارک ۹۰ نمرو سره لومړی، فنلینډ ۸۸ نمرو سره دویم او سینګاپور د ۸۴ نمرو سره په دریم ځای کې دی.
د جدول په پای کې جنوبي سوډان اتو نمرو سره په ۱۸۰ مقام کې دی، ورپسې سومالیا د نهو نمرو سره او وینزویلا د ۱۰ نمرو سره په ترتیب سره په جدول کې قرار لري.
د ۲۰۲۴ کال په درجه بندۍ کې، افغانستان ۱۷ نمرو سره ۱۶۵م ځای لري.
دې هیواد د ۲۰۲۳ کال په درجه بندۍ کې ۱۶۲ ځای درلود، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د ۲۴ نمرو په لرلو سره ۱۵۰ ځای درلود.
له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان راښکته کیدل په داسې حال کې دي، چې طالبان ادعا کوي چې فساد یې صفر ته راټیټ کړی دی.
د روڼتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۴ کال د فساد د درک شاخص ښیي چې فساد د نړۍ په هره برخه کې یوه جدي ستونزه ده، خو دا بدلون په ډیرو هیوادونو کې د ښه والي په لور روان دی.
د دې سازمان په وینا، څېړنې ښيي چې فساد د اقلیمي اقداماتو لپاره یو لوی ګواښ دی او د شین کوریزو ګازونو د کمولو او د نړیوالې تودوخې له اغېزو سره د تطابق په برخه کې د پرمختګ مخه نیسي.
د روڼتیا نړیوال سازمان مشر فرانسوا والرین ویلي، چې فساد یو مخ پر ودې نړیوال ګواښ دی او د ډیموکراسۍ د تخریب، بې ثباتۍ او بشري حقونو سرغړونو یو لوی عامل دی.
هغه ویلي: «نړیواله ټولنه او هر ملت باید د فساد سره مبارزه خپل اصلي او اوږدمهاله لومړیتوب وګرځوي. دا د استبداد د شاته کولو او د یوې سوله ییزې، آزادې او دوامداره نړۍ د ډاډمن کولو لپاره خورا مهم دی.»
د روڼتیا نړیوال سازمان اشاره کړې چې د ۲۰۲۴ کال د فساد د درک شاخص ښیي چې په ټوله آسیا-اقیانوسیه کې حکومتونه د فساد ضد ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلي دي.
د دې سازمان په وینا، چې د فساد سره د مبارزې لپاره د همغږو هڅو پرته د اسیا – اقیانوسیه هیوادونه به د طبیعي پیښو تر ټولو ویجاړونکي پایلو سره مخ شي.