close

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کندز ځانمرګی برید وغانده

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو په کندز ولایت کې وروستی ځانمرګی برید، چې داعش یې مسوولیت په غاړه واخیست، یو ناوړه عمل بللی او په کلکه یې غندلی دی.

دا برید د سې شنبې په سهار د کندز ښار د کابل بانک څانګې مخې ته وشو او داعش ډلې یې مسوولیت په غاړه واخیست.

داعش ویلي، چې د دې ډلې ځانمرګي بریدګر هغه مهال د طالبانو غړي په نښه کړل کله چې د بانک مخې ته د معاشونو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.

طالبانو د خپلو ځواکونو او ملکي وګړو په ګډون د پنځو کسانو وژل او د اوو نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.

د امنیت شورا غړو پرون چهارشنبه (۲۴ د سلواغې) په یوې اعلامیه کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده او ټینګار یې کړی چې ترهګري په خپلو ټولو بڼو کې په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنیت لپاره یو له جدي ګواښونو څخه دی.

دوی د ترهګریزو کړنو د مرتکبینو، تنظیموونکو، تمویل کوونکو او ملاتړو د مسول ګڼلو او د هغوی د محاکمه کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د امنیت شورا غړو په ټولو هیوادونو غږ کړی، چې د نړیوال قوانینو لاندې او د امنیت شورا د اړوندو پریکړو سره سم او خپلو مکلفیتونو سره برابر د ترهګرۍ سره په مبارزه کې له یو بل سره په فعاله توګه همکاري وکړي.

د امنیت شورا غړو ټینګار کړی، چې هر ډول ترهګریز عمل، پرته له دې چې د هغې انګېزه په پام کې ونیول شي، هرچیرې، هر وخت، او د هر چا لخوا ترسره شي، جرم او د توجیه وړ نه دی.

په کندوز کې د سې شنبې ورځې برید وروستی برید دی چې داعش یې مسوولیت منلی دی.

سره له دې چې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه د هېوادونو اندېښنې شته، خو طالبان په هېواد کې د دې ډلې شتون ته ګواښ نه ګڼي.