close
Photo:@Zabehulah_M33

طالبانو د کندهار-هرات د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارو د پیل خبر ورکړ

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکوي، چې د کندهار-هرات ترمنځ د ۷۳۷.۵ کیلومتره په اوږدوالي د اوسپنې پټلۍ د سروې او ډیزاین چارې پیل شوې.

د مجاهد په وینا، د دې پروژې د سروې او ډیزاین چارې نن (یکشنبه، ۲۸ د سلواغې) په کندهار کې پیل شوي دي.

د طالبانو ویاند ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به ترکمنستان او ایران د افغانستان له لارې له پاکستان سره وصل شي.

هغه ویلي، چې دا د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې یو مهم اقتصادي ګام دی.

نوموړي د دغې پروژې په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس بیا د کندهار-هرات د اوسپنې پټلۍ د سروی او تفصیلي ډیزاین پروژې ارزښت چې اوږدوالی یې ۷۳۷.۵ کیلومتره دی، له ۲۶۴ میلیونه افغانیو څخه زیات اعلان کړی دی.

د هغه په ​​وينا، د دې پروژې تفصيلي ډيزاين به د اتو مياشتو په اوږدو کې بشپړ شي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د دې پروژې د ډیزاین قرارداد پنځو خصوصي شرکتونو ته ورکړی دی.