close
Photo: UNAMA News

یوناما خبر ورکړی چې د خصوصي سکتور او له نشیي توکو سره د مبارزې کاري ډلو غونډه کړې

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر ویلي چې د دوحې د درېیمې غونډې له پرېکړو سره سم یې د افغانستان د خصوصي سکتور او له نشیي توکو سره د مبارزې د کاري ډلو غونډې جوړې کړې دي.

یوناما نن (یکشنبه، ۲۸ د سلواغې) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا غونډې د تېرې اونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو په پرلیکه بڼه شوې دي.

د یوناما له اعلامیې سره سم، په دې غونډو کې د هیوادونو ځانګړو استازو، نړیوالو سازمانونو، طالبانو، د ښځو په شمول متخصصینو، د ملګرو ملتونو بنسټونو او د مالي چارو موسسو ګډون کړی و.

یوناما ویلي چې له نشیي توکو سره د مبارزې په برخه کې د هغو افرادو لپاره د مشترکو اقداماتو او پانګونې په برخه کې خبرې شوې دي چې د طالبانو له لوري پر تاریاکو د بندیز له امله اغېزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر ویلي چې د خصوصي سکتور د کاري ډلې په غونډه کې د افغانستان د خصوصي سکتور د پرمختګ لپاره د تاریخي تګلارې پر اړتیا هم ټینګار شوی دی.

یوناما ویلي چې په دې غونډه کې د خصوصي سکتور پر ننګونو په ځانګړې توګه د ښځو تر مدیریت لاندې کسبونو او کارونو باندې بحث شوی دی.

یوناما زیاته کړې چې ګډونوالو په افغانستان کې د کسبونو او کارونو د مدیریت کوونکو تر منځ د باور جوړونې لپاره په مالي چارو کې د شفافیت او ځواب وینې د را منځ ته کولو په موخه د یو شمېر ملموسو ګامونو پر اوچتولو ټینګار کړی دی.

د افغانستان په چارو کې د هیوادونو ځانګړو استازو د ملګرو ملتونو په کوربتوب په دوحه کې په درېیمه غونډه کې پرېکړه وکړه چې په اقتصادي، سوداګریزه، له نشیي توکو سره د مبارزې او نورو برخو کې له طالبانو سره د تعامل لپاره باید ځانګړې کاري ډلې جوړي شي.

تر دې وروسته د ۲۰۲۴ کال پر مهال له نشیي توکو سره د مبارزې ځانګړې کاري ډله جوړه شوه او د خصوصي سکتور کاري ډله هم تازه را منځ ته شوې او دا یې لومړنۍ غونډه وه.