close

طالبانو په ننګرهار کې د زکات په نوم راټول کړي ۳۹۲ پسونه د ازادې بولۍ له لارې پلورلي

اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې د یادې ادارې اړوند د زکات امریت کارکوونکو د دغه ولایت په نهو ولسوالیو کې ۳۹۲ پسونه او وزې په زکات کې راټولې او د ازادې بولۍ له لارې یې په څه باندې دوه میلیونه افغانۍ پلورلي دي.

د یادې ادارې لپاره د طالبانو ویاند اجمل سبحاني وایي، چې په پاتې نورو ولسوالیو کې هم د زکات په نامه له مالدارانو د پسونو، غواګانو، وزو او نورو څارویو د راټولولو لړۍ پېل شوې چې هغه به هم په نږدې راتلوونکي کې د ازادې بولۍ له لارې وپلوري.

د هغه په خبره ترلاسه شوي عواید به د حکومت خزانې ته وسپارل شي.

خو، بلخوا ولسي خلک وایي، چې د طالبانو له لوري په یوه او بله بهانه له دوی د عشر او زکات په نامه پېسې او مال اخېستل کېږي، چې دې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.

خلک ادعا کوي، چې له دوی د زکات او عشر په نامه راټولې شوې پېسې، غنم، جوار او نور توکي په ولسوالیو کې د ځایي طالب مسوولانو ترمنځ وېشل کېږي.