close

ننګرهار کې د طالب او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته شوې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو د دې ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د طالب او پاکستاني ځواکونو تر منځ د جګړې خبر ورکړی دی.

د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وایې چې جګړه نن (یکشنبه، ٢٨ د سلواغې) د لعلپورې ولسوالۍ اړوند «ډیورند فرضي کرښې» ته څیرمه هغه مهال رامنځته شوه چې طالب ځواکونو په خپله پوسته کې د زرې‌ ټانګ لپاره مورچه جوړوله او پاکستاني لوري پرې ډزې وکړې.

د هغه په خبره جګړې څو ساعته دوام کړی چې په مقابل کې یې طالب ځواکونو له فرضي کرښې هاغاړه‌ د پاکستان دوه پوستې په نښه کړې دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په جګړه کې طالب لوري ته کوم زیان نه دی اوښتی.

په سیمه کې ځینو سرچینو ویلي چې د جګړې سیمې ته تازه دمي طالب سرتیري هم رسېدلي او د بیا ځلې جګړې احتمال شته.

پاکستاني لوري تر اوسه د یادې نښتې په اړه څه نه دې ویلي.

تر دې وړاندې هم په ننګرهار، کندهار، خوست، پکتیا او نورو ولایتونو کې «ډیورنډ فرضي کرښې» ته څیرمه د طالب او پاکستاني لوري ترمنځ جګړې شوې دي.