close

د جلال اباد صرافۍ کې د طالبانو د هوایي ډزو له کبله پنځه کسان ټپیان شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار په صرافۍ مارکېټ کې د طالبانو د هوایي ډزو پرمهال پنځه کسان ټپیان شوي دي.

یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۲۹ د سلواغې) د جلال اباد ښار صرافۍ مارکېټ کې دننه رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، دوه صرافانو د پېسو پر سر خپلمنځي لفظي شخړه کړې او وروسته په تاوتریخوالي اوښتې چې طالبان یې د منځګړیتوب لپاره مارکېټ ته داخل شوي او بیا یې پر خلکو هوایي ډزې کړي چې پرمهال یې د یو صراف په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.

په سیمه کې یو بلې سرچینې بیا وویل، چې له یادې پېښې وروسته د صرافۍ مارکېټ د یو ساعت لپاره تړل شوی و، چې وروسته یې بیا فعالیت پیل کړ.

تراوسه ننګرهار کې طالب چارواکو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم طالبانو د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په یوه او بله بهانه د هوایي ډزو پرمهال ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.