اطلاعات روز: د «ډیموکراټیک افغانستان لپاره د ویانا بهیر» پنځمه غونډه نن (سېشنبه، ۳۰ د سلواغې) د اتریش په پلازمېنه کې پیل شوه.
د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» د بهرنیو اړیکو مسوول عليمیثم نظري پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي دي چې په دې غونډه کې تر ۹۰ زیات سیاسي فعالان او د طالبانو مخالفین حضور لري.
ده زیاته کړې چې په دې غونډه کې د «افغانستان د ملي مقاومت جبهې» مشر احمد مسعود او د «افغانستان د ازادۍ جبهې» مشر یاسین ضیا هم شته دي.
د ښاغلي نظري په وینا، په دې غونډه کې به خبرې «د تېر کال پر مهال د تصویب شوې لارنقشې پر تطبیق، د افغانستان وخیم او افسوسناک وضعیت ته پر رسیدګي، د قدرت د تشې ډکولو لپاره د ممکنه لارو پر ارزولو او پایدارې سولې پر ټینګولو راټولې وي».
د «ویانا بهیر» غونډې د اتریش د نړیوالو چارو د مطالعاتو موسسې په کوربتوب جوړېږي.
د دې غونډو په څلورو مخکینیو ناستو کې د طالبانو د مخالفو ځواکونو او ډلو پر انسجام او اتحاد ټینګار شوی و.