close

یوناما: پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه د اوږدمهاله زیانونو لامل ګرځي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، چې د طالبانو له خوا پر زده کړو، کار او روغتیايي خدماتو محدودیتونه د اوږدمهاله زیانونو لامل ګرځي.

یوناما نن (سې شنبه، ۳۰ د سلواغې) د اسلامي همکاریو سازمان سره د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د مهمو او رغنده خبرو خبر ورکړی دی.

یوناما ټینګار کړی چې په دې برخه کې د ښځو پراخ ګډون او عملي اقداماتو ته بیړنۍ اړتیا ده.

طالبانو پر افغانستان د ولکې ټینکولو وروسته د ښځو په اساسي حقونو او آزادیو پراخ محدودیتونه لګولي او دوی یې د کار او زده کړې له حق څخه محرومې کړې دي.

په دې وروستیو کې د ۱۷ هیوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو او اروپایي ټولنې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې افغانستان په نړۍ کې د ښځو تر ټولو ستر ځپونکی هیواد دی او «دا تیاره حقیقت له پامه نه شي غورځولای.»

دوی د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو لېرې کول او د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون لغوه کېدل غوښتي او ویلي یې دي چې دې قانون د افغانستان پر ښځو او نجونو بندیزونه نور هم تشدید کړي دي.