اطلاعات روز: کندهار کې سرچینې وايي، چې په دې ولایت کې یوې ځوانې نجلۍ د یو سپین ږیري سړي سره د جبري نکاح وروسته د زهرو په خوړلو خپل ژوند پای ته رسولی دی.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دا نجلۍ د کندهار د خاکریز ولسوالۍ اړوند «تانګريز» کلي اصلي اوسېدونکې وه او پرون (سې شنبه، ۳۰ د سلواغې) غرمه یې زهر خوړلي وو، چې بیا یې تېره شپه د کندهار ښار په میرویس روغتون کې ژوند له لاسه ورکړ.
د سرچینې په وینا، د نجلۍ کورنۍ د ډیرو پیسو په بدل کې د هغې نکاح د یو سړي سره چې عمر یې له ۵۰ کلونو څخه زیات و، تړلې وه.
سرچینې وویل، چې د نجلۍ د کوژدې مراسم تیره اونۍ د خاکریز ولسوالۍ په مرکز کې ترسره شوي وو.
سرچینه زیاتوي، چې دا ځوانه نجلۍ له دې نکاح خوښه نه وه او په پایله کې یې د زهرو په خوړلو سره خپل ژوند پای ته ورساوه.
په افغانستان کې د نجونو او ښځو د ځان وژنې عوامل اجباري ودونه او کورني تاوتریخوالی ګڼل کېږي او د طالبانو د واکمنیدو راوروسته د نجونو جبري ودول زیات شوي دي.