close

د طالبانو امربالمعروف په جلال اباد ښار کې نصب شوی لوی سکرین غیر فعال کړ

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د مرکز جلال‌اباد ښار اړوند «مخابراتو څلورلارې» کې د ښاروالۍ له لوري نصیب شوی سکرین غیرفعال شوی دی.

په جلال اباد ښاروالۍ کې یوې باوري سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دا اقدام د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د لارښوونې پر اساس ترسره شوی دی.

سرچینه زیاتوي، په دغه ولایت کې د طالبانو امربالمعروف ادارې محتسبینو له جلال اباد ښاروال سره کتلي او د یاد سکرین د غیر فعالو غوښتنه یې ترې کړې ده.

په همدې حال کې د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو مرستیال مولوي محمد اسحاق سعید هم تېره ورځ (سې شنبه، ۳۰ د سلواغې) خبریالانو ته د یوې خبري ناستې پرمهال د یاد سکرین د غیر فعالولو موضوع تایید کړې ده.

نوموړي ویلي، یاد سکرین غیر فعال شوی او هڅه کوي د جلال اباد ښار په بل مناسب ځای کې یې نصب کړي، خو نوموړي د دې سکرین د غیر فعالولو لامل نه دی روښانه کړی.

د جلال اباد ښاروالۍ د معلوماتو له مخې یاد سکرین د ښاروالۍ له لوري د جلال اباد ښار مخابراتو چوک کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت نصب شوی، چې ۶ متره اوږدوالی، ۴ متره یې لنډوالی لري.

پر یاد سکرین به ډیره کله خلکو د کرکټ لوبې ننداره کولې او دغه راز د سوداګریزو او حکومتي خبرتیاوو لپاره کارېده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو امربالمعروف وزارت د ساه لرونکو تصویرونو په نشر بندیز لګولی او دغه راز طالب مسوولین یې له انځوریزو رسنیو سره له مرکو منعه کړي دي.