اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د طالبانو له لوري د مرستندویه بنسټونو د ۳۴ کارکوونکو د نیولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې له دې کسانو څخه ۱۵ تنه یې لاهم په زندان کې دي. د اوچا په وینا، د مرستې رسونې په برخه کې د طالبانو د لاسوهنې له امله ۵۶ پروژې هم ځنډیدلې دي.
د اوچا په راپور کې چې د سېشنبې په ورځ (۳۰ د سلواغې) خپور شوی، ویل شوي چې طالبانو د جنورۍ میاشتې پرمهال ۲۵ نارینه او نهه ښځینه کارمندانې نیولي او دا د تېرې میاشتې په پرتله د نیونو ۱۶۱ سلنه زیاتوالی ښیي.
د اوچا په وینا، د مرستندویه بنسټونو کارمندان تر ډېره حده د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې له لوري نیول کېږي.
دې بنسټ ویلي، چې له ۴۳ نیول شویو بشرپاله پرسونل څخه ۱۵ تنه یې لاهم له فبروري میاشتې راهیسې د طالبانو په بند کې دي.
اوچا ویلي، چې د دوی د شریکانو نیول پر عملیاتي چاپېریال اغېز کوي او د بشرپالو کارمندانو خوندیتوب او امنیت له خطر سره مخ کوي.
دې دفتر په خپل راپور کې ویلي، چې شریکانو یې د ۲۰۲۵ د جنورۍ پرمهال د مرستې رسونې په برخه کې د ۱۲۷ پېښو خبر ورکړی چې د ۸۳ سلنه پېښو مسوولین طالبان دي.
د کومو پېښو راپور چې ورکړل شوی دی، هغه په ترتیب سره «د بشرپالو فعالیتونو په اجرا کولو کې مداخله» او ورپسې «فزیکي محیط» او «د پرسونل، ملکیت او بشرپالو امکاناتو پر وړاندې له تاوتریخوالي استفاده» کول دي.
د جنورۍ میاشتې پرمهال مرستو ته د لاسرسي په برخه کې د محدودیت اصلي علت لاهم په بشرپالو فعالیتونو کې لاسوهنه وه.
په نوملیکنه کې مداخله، د کارمندانو د نوملړ او حساسو معلوماتو غوښتل، د ښځو د ګډون پر وړاندې محدودیت، په بشرپالي اقدام کې بشرپالې مرستې، د کارمندانو په استخدام کې مداخله او د تفاهملیک د لاسلیکولو ځنډ د طالبانو لاسوهنې بلل شوې دي.
د اوچا په وینا، د جنورۍ میاشتې پرمهال مرستو ته پر لاسرسي بندیز د ۵۶ پروژو د تړل کېدو لامل شوی او پروژې له یوې ورځې بیا تر ۳۰ ورځو پورې اوږدې شوې دي، په داسې حال کې چې ۴۸ سلنه پروژې ځنډیدلې دي.
د دې دفتر په وینا، د بشرپالو مرستو د پروژو ځنډ اړمن خلک په شدت سره اغېزمنوي.
اوچا ویلي، چې د جنورۍ میاشتې پرمهال طالبانو ۱۲ دستورالعملونه ورکړي او په افغانستان کې یې پر بشرپالي غبرګون په پام وړ توګه اغېز کړی دی.
د امریکا د بهرنیو مرستو تر قطع کېدو وروسته په افغانستان کې په لسګونو مرستندوی بنسټونه تړل شوي دي. امریکا د وروستیو دریو کلونو پرمهال له افغانستان سره تر ټولو ستر مرستندوی و.
مرستندوی بنسټونه په داسې مهال کې تړل کېږي چې ملګري ملتونه وایي، چې د ۲۰۲۵ کال پرمهال په افغانستان کې ۲۲.۹ میلیونه وګړي بشرپالو مرستو ته اړتیا لري او د مرستې رسونې لپاره ۲.۲۴ میلیارد ډالریزې بودجې ته اړتیا ده.