اطلاعات روز: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی دی چې امریکا غواړي د افغان وګړو د بیا میشتونې دفتر چې د دې هیواد د بهرنیو چارو د وزارت تر مدیریت لاندې یې فعالیت کاوه، په دایمي توګه وتړي.
دې رسنۍ د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي چې د افغان پناه غوښتونکو د حقونو یوه مدافع او دوو باخبره سرچینو ورته ویلي چې دې دفتر ته امر شوی دی چې د روان میلادي کال تر پایه خپله د تړل کېدو برنامه چمتو کړي.
د رویټرز له راپور سره سم، دا اقدام کولای شي چې د افغانستان ۲۰۰ زره وګړي په امریکا کې له بیا مېشتېدو محروم کړي.
دې رسنۍ زیاته کړې چې په دې افرادو کې ۵۰ زره هغه وګړي چې د پاکستان په شمول د نړۍ په ۹۰ هیوادونو کې سرګردان دي، ۱۱۰ زره کسان چې د افغانستان له داخله یې د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (ایس آی وي) غوښتنه کړې او غوښتنې یې ارزول کېږي او ۴۰ زره نور هغه کسان شامل دي چې غوښتنه یې منل شوې او منتظر دي چې قطر او البانیا ته انتقال او له هغه ځایه امریکا ته یو وړل شي.
سرچینو رویټرز ته ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د دفاع وزیر پیټ هیګزیټ، د داخلي امنیت وزیره کریسټي نوم او د ټرمپ د ملي امنیت مشاور مایکل والتز هغه کسان دي چې ټاکل شوې ده د دې دفتر د تړل کېدو په تړاو وروستۍ پرېکړه وکړي.
د «افغان اویک» ایتلاف رییس شان وندایور چې امریکا ته د افغان وګړو له انتقال سره مرسته کوي، پر ایکس لیکلي چې تر اوسه لا هم په دې اړه پرېکړه نه ده شوې، مګر وړاندې شوې طرحه «ښه نه ښکاري».
رویټرز په خپل راپور کې لیکلي چې د افغان-امریکایي نظامي پرسونل د کورنۍ غړي، هغه ماشومان چې په امریکا کې یې له خپلو کورنیو سره د یو ځای کېدو اجازه تر لاسه کړې وه، د پخوانیو منل شویو افغانانو خپلوان او په لسګونو زره هغه افغان وګړي چې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال یې د امریکا د دولت لپاره کار کړی و، په هغو افرادو کې شامل دي چې د دې دفتر د تړل کېدو په صورت کې به امریکا ته له راتلو پاتې شي.
شان وندایور رویټرز ته ویلي چې د دې دفتر تړل کېدل «ملي شرم، زموږ له افغان متحدینو، پخوانیو سرتېرو او امریکا له تعهداتو سره خیانت» دی.
دې رسنۍ لیکلي چې سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه د یادې رسنۍ له غوښتنې سره-سره څه نه دې ویلي.
د افغان وګړو د ځای پر ځای کولو د هڅو همغږي کولو دفتر (سي آر آی) د ۲۰۲۱ د اګست میاشتې پر مهال له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر وخت په موقته توګه جوړ شو چې د امریکایي ځواکونو هغه افغان همکاران انتقال کړي چې د طالبانو د انتقام اخیستنې له خطر سره مخ وو.
دا دفتر د ۲۰۲۲ په اکتوبر کې په یوه دایمي دفتر بدل شو او د خپل فعالیت لمنه یې د افغانستان د هغو ټولو وګړو تر انتقال او بیا میشتېدنې پورې پراخه شوه چې د امریکا د پناه غوښتنې تایید یې تر لاسه کړی و.
د رویټرز له راپور سره سم، تر اوسه دې دفتر په امریکا کې له شاوخوا ۱۱۸ زره افغان وګړو سره مرسته کړې ده.
شان وندایور، یوه امریکايي چارواکي او دوو باخبره سرچینو رویټرز ته ویلي چې نه پوهېږي چا دې دفتر ته امر کړی چې د خپل تړل کېدو برنامه دې چمتو کړي.
د رویټرز په راپور کې ویل شوي که د دې دفتر برنامې تړل کېږي نو په دې لړ کې هغه مرکزونه هم بندېږي چې په البانیا او قطر کې و او د افغان وګړو اسناد یې ارزول او ویزې یې ورته اخیستې؛ په دې مرکزونو کې د افغانستان شاوخوا درې زره وګړي له میاشتو راهیسې انتظار دي. دوی د کډوالۍ ځانګړې ویزې (ایس آی وي) یې تر لاسه کړې او په امریکا کې د بیا میشتېدنې لپاره منل شوي دي.
دې رسنۍ ویلي چې په دې مرکزونو کې هغه ۲۰ ماشومان هم شامل دي چې په امریکا کې به له خپل مور او پلار سره یو ځای کېږي.
رویټرز لیکلي چې دا افراد خپل خوراک تر لاسه کوي او بنسټیزې اړتیاوې یې پوره کېږي، خو د مرستو تر تړل کېدو وروسته په دې مرکزونو کې د رواني روغتیا او د ماشومانو د ملاتړ خدمات پای ته رسېدلي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته تر تلو وروسته له امریکا د غیر قانوني کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی او د دې هیواد د کډوالۍ ټولې برنامې یې تړلې دي.
د دې برنامې تړل کېدل د دې لامل شوي دي چې د امریکایي ځواکونو په زرګونو افغان همکاران له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ شي.
دوی په ځلونو د امریکا له ولسمشر څخه غوښتي چې د افغان وګړو لپاره د کډوالۍ برنامې دې استثنا ګڼي او د هغوی د غوښتونو د ارزونې او انتقال بهیر دې بیا پیل کړي.