اطلاعات روز: د افغانستان او افریقا د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ د اتلانو جام د دویم ګروپ په لومړۍ لوبه کې جنوبي افریقا افغانستان ته ۳۱۶ منډو هدف ورکړ او ویې کولای شول چې افغان لوبډلې ته په ۱۰۷ منډو ماتې ورکړي.
د جنوبي افریقا او افغانستان تر منځ لوبه نن (جمعه، ۳ د کب) د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره شوه او جنوبي افریقا لومړی توپ وهنه او افغان لوبډلې ته یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو پنځوسو اوورنو کې د ۳۱۶ منډو هدف ورکړ.
د جنوبي افریقا له لوري د پیل لوبغاړي ریان ریکیلټون سلیزه وکړه او همدا راز درو نورو لوبغاړو یې هم نیمه پنځوسیزې جوړي کړې.
افغان لوبډلې د هدف په تعقیب کې خپل لومړی لوبغاړی رحمان الله ګربز پر ۱۶ منډو له لاسه ورکړ او تر دې وروسته یې ونشوای کولای چې د خپلو منډو لړۍ دوامداره وساتي، تر دې چې په ۴۴ اور کې یې پر ۲۰۸ منډو ټول لوبغاړي وسوځېدل.
د افغانستان له لوري رحمت شاه تر ټولو زیاتې ۹۰ منډې وکړې.
افغانستان به په بي ګروپ کې له انګلینډ او اسټرالیا سره هم لوبي ولري او ټاکل شوې ده چې راتلونکې جمعه خپله دویمه لوبه د لاهور په لوبغالي کې له انګلینډۍ لوبډلې سره وکړي.