اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې پر «ډیورنډ کرښه» د تورخم دروازه یو ځل بیا د پاکستان له لوري د مسافرو او ټرانزیټ پرمخ تړل شوې.
د تورخم لپاره د طالبانو کمیسار ملا عبدالحبار حکمت نن (شنبه، ۴ د کب) وویل، چې یاده دروازه له تېرې شپې راهیسې د پاکستان له لوري د هر ډول تګ – راتګ پرمخ تړل شوې ده.
نوموړی د یاد دروازې د تړل کېدو لامل د طالبانو له لوري «ډیورنډ فرضي کرښې» ته څېرمه د تازه امنیتي پوستو جوړول بولي.
حکمت زیاته کړه: «د یادې لارې د تړلو لامل د نویو پوستو او تاسیساتو جوړول دي، کله چې هم افغان لوری د خپلې خاورې دننه د امنیتي پوستو پر جوړولو کار پیل کړي، پاکستانی لوری پرته له خبرداري لار تړي او ولس له ستونزو سره مخ کوي.»
د هغه په وینا هڅه کوي چې د ډیپلوماټیکو لارو دغې ستونزې ته هر څه ژر د حل لار ومومي.
بلخوا په سیمه کې ځينو سرچینو بیا وویل، چې د تورخم لارې تړل کېدو له امله دواړو لوریو ته سلګونه مسافر ایسار دي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په ګوشتې او لعلپورې ولسوالیو کې هم د طالب او پاکستاني لوریو ترمنځ د نویو امنیتي پوستو جوړولو پر سر جګړه شوې وه، چې دواړو لورو یو بل ته د تلفاتو د اړولو ادعا کوله.
له دې وړاندې هم د تورخم دروازه په وار وار د طالب او پاکستاني لوري ترمنځ د ناندریو له امله تړل شوې، چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو او ځینې وخت د هوکړو له مخې بېرته پرانېستل شوې ده.