زابل د هیواد په سویل کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د پرمختګ له پلوه شاته پاتې او د لېرې پرتو سیمو خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. که څه هم زابل ستراتیژیک اهمیت لري، خو د سیمې اوسېدونکي وايي، د طالبانو حکومت ورته پام نه دی کړی او خلک یې نږدې په هره برخه کې له ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دي.
د دې ولایت د لېرې پرتو ولسوالیو په ځانګړي ډول د غرنيو سیمو خلک وایي، چې د ژوند له بنسټیزو اړتیاوو لکه روغتیایي خدماتو، پاکو اوبو او زدهکړو څخه بې برخې او همدارنګه د تګ راتګ لارې یې سختې خرابې دي. ځایي اوسېدونکي شکایت کوي چې د دوی د ستونزو د هواري لپاره هېڅ عملي ګامونه نه دي پورته شوي.
د زابل د دايچوپان ولسوالۍ چې یوه لېرې پرته او غرنۍ ولسوالۍ ده، خلک یې وایي، چې سړکونه یې خراب او په روغتیایي برخه کې ورته هیڅ استانتیاوې نه دي برابرې شوي.
د دې ولسوالۍ يو اوسيدونکی سفرمحمد چې د ويجاړو لارو او په سيمه کې د معياري روغتيايي مرکزونو نشتون له امله يې زوی د اپنډکس ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی، وايي په سيمه کې یې هيڅ ډول روغتيايي مرکزونه نشته دي او دوی تل اړ وي چې خپل ناروغان د درملنې لپاره په سختو لارو مرکز کلات ته انتقال کړي.
نوموړی زياتوي، چې د دايچوپان ولسوالۍ څخه تر کلات ښار پورې د يو دربس شوي موټر کرايه تر ۱۵زره افغانيو رسيږي او ډيری کسان د دومره پیسو ورکولو وس نه لري.
دی وايي، په غرنيو سيمو کې هغه کليوالې کورنۍ چې لږ اندازه شتمن وي خپلې اړتياوي د خپلې شتمنيو څخه پوره کوي او هغه کسان چې غريبان وي د لارو د خرابوالي، د موټرو د کرايو د نشتون او نورو لاملونو له امله يې ناروغان په کورونو کې ژوند له لاسه ورکوي.
هغه وویل: «زما يو زوی تير کال چې په نس کې يې اپنډکس پیدا شوی و په کور کې يې ژوند له لاسه ورکړ، يوه نيمه ورځ زموږ سره په کور کې پروت و، روغتون ته د ور وړلو هيڅ چانس يې نه و زموږ سيمه د ولسوالۍ څخه هم بیخي لېرې پرته سيمه ده هيڅ ډول اسانتياوو ته يې خلک لاسرسی نه لري تر کلات ښار پورې د يو دربست موټر کرايه ۱۵۰۰۰ افغانيو ته رسيږي لارې ډيرې خرابې دي څوک د کرايې وس لري موټرونه د خپل ناروغانو لپاره دربست نيسي، خو څوک چې وس نه لري په کورونو کې یې ناروغان ژوند له لاسه ورکوي.»
زابل چې ۱۰ ولسوالۍ لري، نه يوازې د دايچوپان ولسوالۍ اوسيدونکي خپلو سيمو کې د ژوند له مهمو اسانتياوو د نشتون څخه سرټکوي؛ بلکې د دې ولايت د يو شمير نورو ولسواليو اوسيدونکي هم د ورته ستونزو یادونه کوي او وايي، چې د ډيرو خدماتو څخه بې برخې دي.
د دې ولايت د شملزو ولسوالۍ چې د مرکز کلات ښار سویل ختيځ ته پرته ده، اوسيدونکي یې په روغتيايي، ښوونيزو، مخابراتي، پاکو اوبو ته د نه لاسرسي، ويجاړو لارو او د ژوند په ګڼو نورو برخو کې د ستونزو سره مخامخ دي.
د شملزو ولسوالۍ يو اوسيدونکی حاجي شفيع الله وایي، چې دغلته د معیاري روغتیایي مرکز د نشتون له امله ناروغان پر عادي ناروغيو مړه کيږي، ماشومان له زده کړو څخه بې برخې دي، خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او د ويجاړو لارو له امله ساعتونه مزل کوي، ترڅو د موخې ځای ته ورسیږي.
نوموړي وویل: «زموږ په سيمه کې هيڅ مخابراتي شبکې نشته، روغتون نشته، پاکې اوبه نشته او لارې مو خرابې دي چې هره يوه ستونزه ده هغه دلته شته د ټولو خلکو ژوند سخت خراب دی موږ داسې فکر کوو چې موږ د افغانستان خلک نه يو ځکه هيڅ مسووله اداره زموږ غږ نه اوري.»
د شملزو ولسوالۍ يو بل اوسيدونکي سيدګل هم د ورته ستونزو څخه سرټکوي او د طالبانو د مسوولو ادارو غوښتنه کوي، چې د ژمنو پر ځای دی د دوی په سيمو کې شته ستونزې په عملي ډول حل کړي.
سيدګل وویل: «لارې دې راته جوړې کړي، پُل دې راته جوړ کړي، مکتب دې راته جوړ کړي، نه د نجونو مکتب لرو او نه هم د هلکانو مکتب لرو موږ ټول بيسواده خلک يو ۴۵ کاله دلته جنګ و، مالونه باغونه او کورونه ټول مو خراب شوي دي د چا څخه موږ د مرستې غوښتنه وکړو.»
د يادو ولسواليو ور هاخوا د زابل د نوبهار او شاه جوی ولسوالیو اوسيدونکي بیا وايي، چې د لېرې پرتو سيمو په ګډون ان د دغه ولسواليو په مرکزونو کې هم په روغتيايي اوښوونيزو برخو کې خلک د ستونزو سره مخامخ دي.
د يادو دوه ولسواليو د اوسيدونکو په وینا، چې په تېرو جګړو کې يې سيمې سختې ځپل شوي، خو په خبره يې چې څومره د دوی تمه وه په هغه اندازه ورته پاملرنه نه ده شوې.
د شاجوي ولسوالۍ يو اوسيدونکی سردارولي زیاتوي: «د څښاک اوبه نه لرو، نلکه نه لرو، په دغه کلي چې يو ځای يو اينچ اوبه وي پر هغه د ډبو وار ولاکه کېږي، موږ ډیر مشکلات لرو، پخوا به موږ د باغونو غم کاوه اوس د څښاک اوبه نه لرو، مريضان لرو دغه اوس موږ ناروغان يوړل ډاکټرانو وويل، چې دغه اوبه پاکې نه دي.»
د نوبهار ولسوالۍ يو اوسيدونکی عزیزالله بیا په خپلو سيمو کې د خلکو د يادو ستونزو د حل غوښتنه کوي او وایي: «موږ د اوسني نظام (طالبان) څخه دا غواړو چې زموږ سيمه ګڼ میشتې سيمه ده اوبه نه لرو مکتوبونه نه لرو زموږ ډيره ستونزه د اوبو ده اوبه نه لرو.»
ورته مهال زابل کې د طالبانو ولایتي مسوولين بیا وايي، چې د دې ولايت د ټولو لېرې پرتو سيمو د اوسيدونکو ستونزو ته د رسيدنې په موخه د دوی هڅې روانې دي.
دوی ژمنه کوي، چې لېرې پرتو سيمو کې به د خلکو روغتيايي، ښوونيزې د سړکونو خرابوالي او نورو ټولو برخو کې شته ستونزې حل کړي.
د زابل ترڅنګ د هیواد په نورو لېرې پرتو سيمو کې هم خلک د ژوند له مهمو اړتياوو څخه بي برخې او وایي، چې نه تېر جمهوري نظام او نه هم تر اوسه ورته د طالبانو اوسني سرپرست حکومت پام کړی دی.