close

کندهار کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو تن مړ او ۱۳ نور ژوبل دي

اطلاعات روز: له کندهار څخه یوې سرچینې ویلي د دې ولایت د ژړۍ ولسوالۍ په «سنځري» سیمه کې دوو کورنیو د ځمکې پر سر شخړه کړې چې له امله یې یو تن وژل شوی او ۱۳ نور کسان ژوبل دي.

د سرچینو په وینا، دا پېښه تېره شپه (شنبه، ۴ د کب) را منځ ته شوې او په پېښه کې د دوو ژوبلو کسانو وضعیت هم د اندیښنې وړ ښوول شوی دی.

۱۱ نور ژوبل کسان د ژړۍ ولسوالۍ او د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې دوې ورځې مخکي د کندهار په ګاونډ ولايت ارزګان کې هم د يوې خپل منځې شخړې له امله ۱ کس وژل شوي او يو بل ټپې شوي و.

په هېواد کې وخت ناوخته پر بیلابیلو موضوعاتو د عامو خلکو ترمنځ شخړې رامنځته کيږي چې ډير وخت مرګژوبله هم لري.