close

په ننګرهار او کندهار کې یو ځوان او یو د جومات ملا امام په ډزو وژل شوي

اطلاعات روز: په ننګرهار او کندهار کې طالب مسوولین او سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې په دوو جلا پیښو کې یو پلار خپل زوی او «نامعلومو وسله والو» د جومات یو ملا امام په ډزو وژلي دي.

ننګرهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، چې تېر ورځ (چهارشنبه، ۲۷ د وري) د حصارک ولسوالۍ اړوند «مامد کلا» سیمه کې یو زوی د خپل پلار له لوري وژل شوی دی.

د حماد په خبره، دغه پېښه کې د سلطان محمد په نامه یو کس خپل ۲۲ کلن زوی الله نظر سره لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یې خپل زوی د کلاشینکوف په ډزو وژلی دی.

نوموړی زیاتوي چې د پېښې ځای ته یې پر وخت رسیدګي کړې او د وژل شوي کس پلار یې نیولی چې دا مهال تر څېړنو لاندې دی.

بلخوا په سیمه کې یوې بلې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د یادې پېښې لامل له میراث د زوی محرومول او کورنی تاوتریخوالی و.

ورته مهال کندهار کې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د خاکرېز ولسوالۍ کې «نامعلومو وسله والو» د محب الله په نوم د یوه جومات ملا امام د توپنګچې په ډزو وژلی دی.

دغه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي وايي، چې یاده پيښه تېره شپه د دغې ولسوالۍ اړوند «چهار سنګ» کلي کې رامنځته شوې.

د سرچينې په وينا، چې دغه ملا امام ۳۶ کاله عمر درلود، له چا سره یې شخصې دښمني نه  لرله او د څه مودې راهیسې یې په یاد کلي کې د امامت دنده درلوده.

سرچينې زیاتوي، چې بريدګر د ياد کس تر وژلو وروسته له سيمې څخه تښتيدلي دي.

تر اوسه کندهار کې د طالبانو ځایي مسوولینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې پټې وژنې او د کورني تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي دي.