اطلاعات روز: کندهار کې سيمه ييزې سرچينې خبر ورکوي، چې د کندهار ـ هرات پر لویه لار یو ۲۵ کلن ځوان د خپلې کورنۍ د غړو مخ کې ځان په ډزو وژلی دی.
یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه ځوان احمدالله نومیده او تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۷ د وري) ماسپښین ۰۳:۰۰ بجې یې د میوند او ژیړۍ ولسوالۍ ترمنځ «حوض مدد» سیمه کې ځان وژنه کړې.
سرچينه زیاتوي، چې احمدالله اصلي د هلمند ولايت اوسيدونکی و او د خپلې مور او د نورو خپلوانو سره په پاسو موټر کي روان و چې د لارې په اوږدو کې يې د کورنۍ د غړو سره لفظي شخړه کړې او وروسته يې ځان ويشتلی دی.
يوې بلې سرچينې بیا وویل، چې ياد کس په موټر کې ورسره ناست د اکا زوی له لوري وژل شوی او په موټر کې ناسته يوه عمر خوړلې ښځه هم ټپې شوې.
کندهار کې ځایي طالبانو تر اوسه د دغې پيښې په اړه څه نه دي ويلي.
دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پټې وژنې او د کورني تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي، چې د خلکو اندېښنې یې راپارولې دي.