close
ACB

د افغانستان د کرکټ نولس کلنې ملي لوبډلې نړیوال جام ته لار ومونده

اطلاعات روز: د افغانستان د کرکټ نولس کلنې ملي لوبډلې وکولای شول چې د کرکټ د نړیوالې شورا ۲۰۲۶ نړیوال پنځوس اوریز جام ته لار ومومي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د کرکټ ملي نولس کلنه لوبډلخ د غوراوي سیالیو په لړ کې نن (شنبه، ۳۰ د وري) له کوربه لوبډلې نیپال سره لوبه وکړي، خو د پر له پسې ورښت له کبله لوبه وځنډېده.

د افغانستان د کرکټ ملي نولس کلنې لوبډلې تر دې وړاندې خپلې درې واړه سیالۍ له عمان، هانک کانګ او اماراتو څخه ګټلې وې او د خپل ګروپ د سر لوبډله وه، له همدې امله د نننۍ لوبې په بې پایلې رسېدو افغان لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د کرکټ د نړیوالې شورا د ۱۹ کلنو نړیوال جام ته لار ومونده.

د افغانستان د کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله له ۲۰۱۰ کال راهیسې په دې جام کې ګډون کوي او دوه ځلې تر نیمه پایلوبو هم رسیدلې ده.

د ۲۰۱۶ نولس کلنو ملي لوبډلو نړیوال جام ته د لار موندنې سیالۍ د نیپال په کوربتوب پیل شوې او نن به پای ته ورسېږي.

د ۱۹ کلنو نړیوال جام به په ۲۰۱۶ کال کې د نېمبیا او زمبابوې په کوربتوب کېږي.

د ۲۰۲۴ کال پر مهال د ۱۹ کلنو په نړیوال جام کې ۱۰ غوره لوبډلو په مستقیمه توګه برخه واخیسته او نورې لوبډلې ورته د لار موندنې د سیالو له لارې راغلې.