close
Photo: @ForeignOfficePk

پاکستاني او طالب چارواکو د اړیکو پر پیاوړتیا او د تعامل پر دوام هوکړه کړې

اطلاعات روز: د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار کابل ته په سفر کې د طالبانو له لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند او د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره کتلي او خبرې یې کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې محمد اسحاق ډار د طالبانو له لومړي وزیر سره د امنیت، سوداګرۍ، ترانزیټ او د ولسي اړیکو د پیاوړتیا په شمول د دواړو لورو د لېوالتیا وړ مسایلو په اړه خبرې-اترې کړې دي.

دې وزارت ویلي چې دواړو لورو د تعامل پر دوام ټینګار وکړ او هوکړه یې وکړه چې د اړیکو د پراختیا لپاره په لوړه کچه لیدنې زیاتې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې محمد اسحاق ډار د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره هم د امنیت، سوداګرۍ، ترانزیټ، اړیکو او د ولسونو تر منځ د اړیکو په شمول د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له دواړو هیوادونو سره پر تړاو لرونکو مسایلو په ځانګړې توګه له امنیت او د پولو له مدیریت سره پر تړلو مسایلو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دواړو اړخونو د ګټورو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او په لوړه کچه یې د تعاملاتو پر ساتنې هوکړه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن سهار د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغی.

دا سفر په داسې مهال کې ترسره شوی چې له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو بهیر روان دی او طالبان دا کار «غیر اسلامي او غیر انساني» بولي.

د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې او دواړه لوري په ځلونو د سرحدي مسایلو پر سر سره نښتي دي.

پاکستان وایي چې د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او له دې هیواده په پاکستان کې بریدونه پلانوي.

مګر طالبان په افغانستان کې د ټي ټي پي حضور ردوي او پاکستاني چارواکوي په خپل هیواد کې د امنیت په تأمین کې پړه بولي.