close

سبا په هیواد کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیلېږي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د پولیو د له منځه وړلو د کمپاین دفتر وايي، چې د پولیو واکسین کمپاین به سبا (دوشنبه، ۱ د غویي) د هیواد په ټولو سیمو کې پیل شي.

له «پولیو څخه پاک افغانستان» پاڼې ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پیغام کې ویلي، چې «د پولیو ناروغي درملنه نه لري، خو د واکسین پرمټ یې درملنه کولی شو».

دې دفتر له کورنیو غوښتي چې له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین ورکړي.

دا په نوي زیږدیز کال کې د پولیو واکسین د کمپاین درېیم پړاو دی.

سږ کال په افغانستان کې د پولیو لومړۍ مثبته پېښه په بادغیس ولایت کې ثبت شوې ده.

په دې پیښه کې قرباني یوه پنځه کلنه نجلۍ ده، چې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د «قروتو» کلي اوسیدونکې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په کندهار، هلمند او لغمان کې هم ګوزڼ ویروس محیطي پیښې ثبت شوې دي.

تېر کال هم په افغانستان کې ۱۱۳ محیطي پېښې ثبت شوې وې، چې له نیمایي څخه ډېرې یې د هېواد په سویل کندهار او هلمند ولایتونو کې وې.

په همدې ډول تیر زیږدیز کال د پولیو له ۲۵ انساني پیښو څخه، ۱۴ یې په کندهار، اووه یې په هلمند، دوه یې په ارزګان، یوه یې په کونړ او یوه یې په نورستان کې ثبت شوې وه.

دا مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغۍ پکې صفر ته نه ده رسیدلې او دواړه هیوادونه د پولیو واکسین په تطبیق کې له ننګونو سره مخ دي.