اطلاعات روز: د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې پرون (دوشنبه، ۱ د غویي) له پاکستان او ایران څخه هیواد ته ۷۵۲ کورنۍ راستنې شوې دي.
د باختر اژانس د راپور له مخې، ۲۱۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۲۲۷ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۹۳ کورنۍ د ورېښمو پُل له لارې او ۲۲۲ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
باختر لیکلي، چې یادو کورنیو هیواد ته د راستنیدو سره سم مرسته ترلاسه کړې ده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې ۷۱۸ راستنیدونکو کورنیو ته له اته میلیونو او ۲۰۰ زرو څخه زیاتې افغانۍ ورکړل شوې دي.
طالبانو له نړیوالو سازمانونو غوښتي، چې خپلې مرستې په کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو متمرکزې کړي.
له پاکستان څخه د کډوالو د ایستلو پروسه د اپریل له لومړۍ نیټې پیل شوې او اوس مهال روانه ده.
په ورته وخت کې، ایران د افغان کډوالو د ایستلو پروسه هم ګړندۍ کړې ده.
د کډوالو د ایستلو بهیر په داسې حال کې زور اخیستی، چې افغانستان کې بشري بحران خپل پر ځای دی او بهرنۍ مرستې کمې شوې دي.