اطلاعات روز: د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي چې دې هیواد د اپریل میاشتې له پیل څخه بیا تر اوسه تر ۱۰۰ زره زیات افغان کډوال شړلي دي.
«فرانس ۲۴» رسنۍ نن (سېشنبه، ۲ د غوایي) د یوه راپور په خپرولو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي چې تر اوسه ۱۰۰ زره او ۵۲۹ افغان وګړو پاکستان پرېیښی دی.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، پاکستان تر هغه وروسته د افغان کډوالو پراخه شړنه پیل کړې چې هغوی یې «له ترهګرۍ سره په اړیکې لرلو» او «د نشیي توکو په قاچاق کې په ښکېلتیا» تورن کړي.
دې رسنۍ ویلي چې پاکستان غواړي شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال وشړي.
د دې رسنۍ په راپور کې ویل شوي چې د دې کډوالو ډېری یې له لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او ماشومانو یې افغانستا هیڅ نه دی لیدلی.
فرانس ۲۴ رسنۍ په خپل راپور کې د «زرمینه خان» په نوم د یوې ۱۵ کلنې نجلۍ کیسه را اخیستې چې کورنۍ یې د ۱۹۶۰ پر مهال له افغانستانه پاکستان ته کډواله شوې.
دې نجلۍ ویلي چې «لار ورکې» ده او د پاکستان د پرېښودو پر وخت یې ژړلي دي.
د فرانس ۲۵ رسنۍ له راپور سره سم، د زرمینې خان ټول وروڼه او خوندې هم په پاکستان کې پیدا شوي او د افغانستان په هیڅ ژبه خبرې نشي کولای.
په دې راپور کې ویل شوي چې د زرمینې خان د ورور میرمن نه ده تیاره شوې چې له دوی سره افغانستان ته راشي او د طلاق غوښتنه یې کړې ده.
له دې راپور سره سم، د دې کورنۍ غړي اوسمهال په ننګرهار کې په یوه خېمه کې ژوند کوي او وایي چې په راتلونکو ورځو کې باید په ننګرهار کې یو کرایي کور پسې وګرزي.
فرانس ۲۴ رسنۍ په خپل راپور کې لیکلي چې «اوسمهال راستنېدونکو ته د ځانګړو ښارګوټو په تیارولو بوخت دي؛ مګر تورخم ته نژدې په یوه سیمه کې له پاکو شویو لارو پرته بل څه نه لیدل کېږي.»
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې په دې سیمو کې د راستنېدونکو لپاره د زیربناوو او لومړنیو خدماتو د چمتو کولو په لړ «زیات شفافیت» موجود وي.
د دې سازمان د اړیکو مسوول اوند عزیز ویلي: «مهمه ده چې راستنېدونکي په اګاهانه توګه پرېکړه وکړي او په ښارګوټو کې یې ځای پر ځای کېدل داوطلبانه وي.»
پاکستان بې اسناده کډوالو د افغانستان د تابعیت کارت لرونکو ته د مارچ میاشتې تر پایه وخت ورکړی و چې دا هیواد خوشي کړي. د دې مهلت تر پای ته رسېدو وروسته د کډوالو د جبري شړلو لړۍ پیل شوې ده.
طالبان له پاکستان څخه د افغان کډوالو شړل «غیر اسلامي او غیر انساني» بولي او غوښتنه کوي چې د کډوالو ایستل باید تدریجي او ابرومندانه وي او هغوی ونه ځورول شي.