اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په کامدېش ولسوالۍکې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند غلام رحمان حیدري اطلاعات روز ته وویل، چې دا پېښه پرون ماښام (چهارشنبه، ۳ د غويي) شاوخوا ۰۶:۰۰ بجې د کامدېش ولسوالۍ اړوند «پتیګل» سیمه کې د یو ډاټسن موټر د چپه کیدو له کبله رامنځته شوې.
نوموړې زیاتوي، چې په دې ترافیکي پیښه کې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون څلور تنه مړه شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.
حیدري د پیښې د لامل او د ټپيانو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو سرچینې بیا وایي، چې د دې پیښې ټپیان د کونړ ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د نورستان په ګڼو سیمو کې د ترافیکي پېښو ګراف لوړ شوی چې لامل یې د سړکونو خرابوالی او د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل کېږي.