close
Photo: IOM/Mohammad Osman Azizi

د خوړو نړیوال پروګرام له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره د ۲۵ میلیونه ډالریزې بودیجې غوښتنه کړې

اطلاعات روز: د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې له پاکستانه افغانستان ته د راتلونکو کډوالو د ملاتړ لپاره د روان میلادي کال تر پایه ۲۵ میلیونه ډالریزې بودجې ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام د دفتر مسوولې موتینتا چیموکا چې تورخم ته یې سفر کړی و، ویلي چې ډېری کډوال له پاکستانه «له کوم شي پرته» افغانستان ته راستنېږي.

دا وایي، چې دوی په داسې حال کې افغانستان ته راځي چې د دې هیواد له هرو دریو وګړو څخه یو تن یې نه پوهېږي چې خپل بل خوراک به له کومه ځایه تر لاسه کوي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د دفتر مسووله وایي، چې دوی اوس مهال له پاکستانه راستنېدونکو سره مرسته کوي، خو له هغوی سره د نورې مرستې لپاره زیاتې بودیجې ته اړتیا لري.

پاکستان د روانې میلادي میاشتې له لومړۍ نیټې افغانستان ته د کډوالو د شړلو لړۍ پیل کړې.

د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې تر اوسه تر ۱۰۰ زره زیات کسان افغانستان ته شړل شوي دي.

دا هیواد غواړي چې شاوخوا ۸۰۰ زره بې اسنادو او د افغانستان د تابعیت کارت لرونکي د اخراج په روان بهیر کې وباسي.

پاکستان تېر کال هم تر یو میلیونه زیات افغان کډوال له خپل هیواده شړلي وو.