اطلاعات روز: د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست حبیب الله اغا په ښوونځیو کې د درسي کتابونو کمښت ته په اشارې ویلي، چې له یوه اسلامي هیواد څخه یې د تعلیمي نصاب د چاپولو لپاره مرسته وغوښته، خو د دې هیواد شرط دا و چې «جهاد» دې له نصاب څخه حذف کړل شي.
ده دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ (۴ د غویي) د غزني په جاغوري کې د یوې غونډې پر مهال کړې دي.
حبیب الله اغا څرګنده کړې، چې په ډېری ښوونځیو او لېسو کې درسي کتابونه نشته او د کتاب د چاپولو لپاره ۳۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
دی زیاتوي چې د پوهنې وزارت د درسي نصاب د چاپولو لپاره یې له یوه اسلامي هیواد څخه مرسته وغوښته، خو دې هیواد د خپلې مرستې لپاره شرط وړاندې کړی دی.
د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست د کوم هیواد له نوم اخیستلو پرته ویلي: «دوی (یوه اسلامي هیواد) وویل چې دا نصاب درته په دې شرط چاپوو. ومو ویل چې شرط مو څه دی؟ ویې ویل زموږ شرط دادی چې ستاسو په نصاب کې [د جهاد] په نوم مضمون باید نه وي. که ستاسو په نصاب کې یو کتاب د جهاد اړوند وي، موږ درته نصاب نه چاپوو.»
حبیب الله اغا زیاته کړې چې ټوله نړۍ «هم اسلامي او هم کفري دنیا» له طالبانو سره تعامل نه کوي، نه دا ډله په رسمیت پېژني او نه هم ورسره مرسته کوي.
دی وایي، چې د طالبانو د پوهنې وزارت ته «نه یوه افغانۍ کفر ورکړې او نه هم مسلمان».
طالبان د نامسلمان نفوس لرونکي هیوادونه «کفري» بولي.
دا ډله د تېرو شلو کلونو پر مهال د افغانستان د پخواني حکومت او د بهرنیو ځواکونو پر خلاف خپله جګړه «جهاد» بولي.
د طالبانو پوهنې وزارت د افغانستان زده کړییز نصاب بدل کړی او ځینې مضامین یې حذف کړي دي. دا وزارت په عین مهال کې په ښوونځیو کې د جهادي ایډیولوژۍ د تطبیق په هڅه کې دی.