close

نورستان کې یو کس د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي چې د دې ولایت په دواب ولسوالۍ کې یو کس د شخصي دښمنۍ له امله په ډزو وژل شوی.

د نورستان د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند غلام الرحمن حیدري وایي، دا پېښه نن (جمعه، ۵ د غوایي) د دواب ولسوالۍ په «ګارمغز» دره کې را منځته شوې.

حیدري ویلي، وژل شوی کس غلام رسول نومېده او د نورستان د منډول ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و چې دواب ولسوالۍ کې اوسېده او هملته یې کار – روزګار کاوه.

نوموړی زیاتوي چې د وژل شوي کس قاتل له سیمې تښتېدلی او طالبانو یې د نیولو هڅې پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د نورستان په ګڼو سیمو کې د شخصي دښمنیو له امله ګڼ شمېر کسان وژل شوي دي.