close

زابل کې يو کس د اقتصادي ستونزو له کبله ځان ځړولی

اطلاعات روز: زابل کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې يو کس د اقتصادي ستونزو له کبله ځان زندۍ کړی او ژوند ته يې د پای ټکی ايښی دی.

یوې سرچينې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه کس احمدالله نومیده او تېره شپه (شنبه، ۶ د غویي) یې د شاجوی ولسوالۍ اړوند «شاه حسين» خيلو کلي کې ځان وژلی دی.

سرچينه زیاتوي، چې احمدالله شاوخوا ۳۰ کاله عمر درلود او پخوا یې په يوې نانوايي کې کار کاوه، خو د تيرو دوو کلونو  راهیسې بې روزګاره شوی و.

د سرچینې په وینا، چې نوموړي د سختې بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له امله په خپل کور کې د خونې چت پورې ځان ځړولی او ژوند ته يې د پای ټکی ايښی دی.

د طالبانو بیاځل حاکمیت وروسته هیواد کې بې کاري زیاته شوې او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، چې له کبله یې وخت ناخت یو شمیر کسان په داسې کړنو لاس پورې کوي.