اطلاعات روز: کندهار کې سیمه ییزې سرچينې خبر ورکوي، چې د دې ولايت په سپین بولدک ولسوالۍ کې يو کس خپل د میرې زوی یا ناسکه ورور د تیږو په ګوزارونو وژلی دی.
یوې سرچینې وویل، چې دغه پيښه پرون سهار (شنبه، ۶ د غویي) د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند «رباط» سيمه کې رامنځته شوې.
سرچينه څرګندوي، چې دواړه ناسکه ورونه چې يو يې ۱۸ کلن او بل يې ۱۷ کالو په عمر و، د «حوت» په نوم غره ختلي وو، چې وروسته يې ۱۸ کلن ورور پر خپل کشري ورور د تیږو ګوزارونه کړي او وژلی يې دی.
سرچینې د دغې پيښې د لامل، د ځوانانو د اوسیدو د ځای او د دوی د نومومونو په اړه څه ونه ویل.
ورته مهال سپین بولدک کې د طالبانو پولیس دغه پیښه تاییدوي او وایي، تورن په لومړنيو څیړنو کې ويلي، چې د خپل ناسکه ورور څخه يې په زړه کې کرکه لرله او له همدې کبله یې وژلی دی.
د هیواد په بېلابېلو سیمو ډیر کله دا ډول پیښې د کورنیو شخړو، تربګنیو او د میراث د ویش پر سر رامنځته کېږي.