اطلاعات روز: په لغمان کې د «ارزښت» په نوم د یوې خصوصي راډیو خبریال حمیدالله حیران د طالبانو د استخباراتو له یوولس میاشتني بند وروسته خوشې شوی دی.
نوموړي ته نږدې سرچینې وایي، چې حمیدالله حیران تېرکال د لغمان په مرکز مهترلام ښار کې د طالبانو د استخباراتو له لوري د نامعلوم دلیل له مخې نیول شوی و او له تېرو یوولس میاشتو راهیسې د دغې ډلې په زندان کې و.
یوې سرچینې نن (پنجشنبه، ۱۱ غویي) وویل، چې حمیدالله حیران دوه ورځې مخکې د طالبانو له بند څخه ازاد شوی او خپلې کورنۍ ته ستون شوی دی.
طالبانو تراوسه د دغه خبریال د زنداني کولو او بېرته خوشې کولو په اړه جزیات نه دي ورکړي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو له دې وړاندې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په مختلفو پلمو خبریالان نیولي او شکنجه کړي، چې بیا زیاترو له همدې کبله خپلې دندې هم پرېیښي دي.
طالبانو دغه راز د خپلې څه دپاسه درې کلنې واکمنۍ پر مهال پر رسنیو محدودیتونه زیات او د هیواد په ۱۷ ولایتونو کې یې د ژوندیو موجوداتو په انځور اخېستلو او خپرولو هم بندیز لګولی دی.