close

ریچارډ بېنټ په غور کې د یوې ځوانې نجلۍ د سوځېدو په تړاو د پلټنو غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ په غور کې د «عابدې» په نوم یوې نجلۍ د ځان سوځونې په اړه د پلټنو غوښتنه کړې.

ښاغلي بېنټ نن (پنج شنبه، ۱۱ د غویي) پر ایکس د یوه پوسټ په خپرولو سره د دې نجلۍ د ځان سوځونې په اړه راپورونه «بوږنوونکي» بللي او د هغې له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي همدا راز د طالبانو له لوري «سیسټماټیکې جنسیتي ځپنې» له امله په افغانستان کې د رواني روغتیا په برخه کې د زیات ملاتړ غوښتنه کړې.

په غور کې سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې ته منلې چې د یکشنبې په ورځ (۷ د غویي) د «عابدې» په نوم یوې ځوانې نجلۍ د دې ولایت په تیره ولسوالۍ کې د پټرولو او لرګیو په وسیله ځان ته اور واچاوه او مړه شوه.

سرچینو وویل، چې دې ځوانې نجلۍ تر هغه وروسته ځان وسوځاوه چې د طالبانو یوه غړي غوښتل په «زور» یې خپل ورور ته په نکاح کړي.

د دې ځوانې نجلۍ ځان سوځونې د ښځینه حقونو د فعالانو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

یو شمېر ښځینه فعالانو دې پېښې ته په غبرګون کې غوښتنه کړې چې د افغانستان د ښځو وضعیت ته دې بېړنۍ رسیدګي وشي او له طالبانو سره دې تعامل ودرول شي.