close
Photo: mofa.gov.qa

د یوناما مرستیالې د دوحې د څلومې غونډې په اړه د قطر له ځانګړي استازي سره خبرې کړې

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) مرستیالې جورجت ګانیون د افغانستان په چارو کې د قطر له ځانګړي استازي عبدالله الخنزاب سره د دوحې د څلورمې غونډې د تیاریو په تړاو خبرې کړې دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه، ۱۲ د غوایي) د ملګرو ملتونو له چارواکو سره د دې هیواد د ځانګړي استازي د لیدنې او خبرو-اترو خبر ورکړی دی.

د دې خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د قطر او ملګرو ملتونو تر منځ د اړیکو، د افغانستان د تحولاتو او د افغانستان په تړاو د دوحې د څلورمې غونډې په اړه چې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې به جوړېږي، خبرې وشوې.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو دفتر تر اوسه د دې غوندې د جوړېدو کره نېټه نه ده ښوولې.

د افغانستان په چارو کې د هیوادونو د ځانګړو استازو درېیمه غونډه د ملګرو ملتونو په کوربتوب د تېر کال د جون پر دېرشمه او د جولای میاشتې پر لومړۍ نېټه په دوحه کې جوړه شوې وه.

په هغه غونډه کې د افغانستان په چارو کې د هیوادونو ځانګړو استازو د دې هیواد وضعیت وارزاوه او د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په سرپرستۍ یوه طالب پلاوي هم په دې غونډه کې ګډون کړی و.