اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت په سید جمال الدین افغان پوهنتون کې چې د دې ولایت په مرکز اسعد اباد کې موقعیت لري، د دوو محصلینو ترمنځ شخړه شوې چې یو محصل پکې د چړو په ګوزارونو وژل شوی.
سرچینه وایي، دا پېښه نن (جمعه، ۱۲ د غويي) ماسپښین دوه بجې د کونړ سید جمال الدین افغان پوهنتون د لیلیې په ودانۍ کې را منځته شوې.
سرچینه وایي، دا پېښه د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دوو زده کړیالانو ترمنځ تر لفظي شخړې وروسته را منځته شوې؛ خو د لامل په تړاو یې څه نه دي ویلي.
د سرچینې په خبره؛ وژل شوی زده کړیال امان الله نومېږي او د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی و چې د ننګرهار د کامې ولسوالې د اوسېدونکي له لوري وژل شوی. دواړه د کمپیوټر ساینس پوهنځي زده کړیالان وو.
کونړ کې د طالبانو امنیې قومندانۍ هم دا پېښه تایید کړې او زیاتوي چې طالب ځواکونو په پېښه کې د لاس لرلو په تور درې تنه نیولي او څیړنې ترې کېږي.