اطلاعات روز: د کابل-کندهار پر لویه لار د میدان وردک ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله اووه کسان مړه شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
میدان وردک کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویلي، چې دا پیښه پرون ماښام (جمعه، ۱۲ د غویي) ۷:۰۰ بجې د سید آباد ولسوالۍ اړوند «لوري» سیمه کې رامنځته شوې.
د دې قومندانۍ د معلوماتو له مخې، چې یاده سیمه کې یو فیلډر او لوکسل ډوله موټرو سره ټکر کړی، چې په پایله کې یې د دریو ماشومانو، دوو میرمنو او دوو نارینه وو په ګډون اووه کسان مړه شوي او د پنځو ماشومانو په ګډون لس تنه نور ټپیان دي.
روغتیايي مسوولینو بیا د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک بللی دی.
د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.
د کابل-کندهار لویه لار یو له مرګونو لارو څخه ګڼل کېږي چې ډیر کله په کې ترافیکي پیښې رامنځته کېږي.
په هېواد کې د ترافیکي پېښو لوی لاملونه خراب سړکونه، ګړندی تګ او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ګڼل کېږي.