اطلاعات روز: ننګرهار کې سرچينې وايي، چې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار په مربوطاتو کې د طالبانو د یوې امنیتي پوستې قومندان عبدالواحد اخوندزاده په یوه مېلمستیا کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
یوې باوري سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې اخوندزاده د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې د یوې پوستې قومندان و او تېره شپه (جمعه،۱۲ د غویي) د جلال اباد ښار د شپږمې ناحېې اړوند «مولوي خالص فامیلو» سیمه کې د یوې مېلمستیا پر مهال په مرموز ډول وژل شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې د نوموړي د وژل کېدو لامل څرګند نه دی، خو کورنۍ یې جسد د ننګرهار حوزوي روغتون ته د څېړنو لپاره لیږدولی و، چې په عدلي طب کې له څېړنو وروسته موندل شوې، چې هغه ته د ډوډۍ پرمهال «زهر» ورکړل شوي او مړ شوی دی.
تر اوسه ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د طالبانو د یاد غړي د وژل کېدو مسوولیت چا منلی دی.
له دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د یوه اشپز له لوري د ډزو پر مهال درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د وژنې دا ډول پېښې زیاتې شوي چې لامل یې تر ډیره د طالبانو خپلمنځي اختلافات ګڼل کېږي.