اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د دې سازمان د ماموریت مشرې روزا اوتنبایوا د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په هیواد کې ازادې او خپلواکې رسنۍ د دوامدار زوال پر لوري روانې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د معاونت دفتر نن (شنبه، ۱۳ د غویي) د می د درېیمې یا د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې بیانیه کې د هیواد له رسنیو سره خپل پیوستون څرګند کړی او د آزادو رسنیو د ملاتړ غوښتنه یې کړې.
دغه دفتر ویلي، چې د طالبانو محدودیتونو او اقتصادي ناخوالو اړینو معلوماتو ته د خلکو لاسرسی له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا ویلي، چې رسنۍ او خبریالان د یوې باخبره او فعاله ټولنې بنسټ جوړوي او د هغې رول باید خوندي وساتل شي.
اغلې اوتنبایوا زیاته کړې: «د یو هر اړخیز او سالم رسنیز سکتور له روڼتیا څخه د ډاډ تر لاسه کولو، د ولس باور، او ښې حکومتولۍ لپاره اړین دی. خو په افغانستان کې موږ د آزادو او خپلواکو رسنیو د دوامداره زوال شاهدان یو.»
د یوناما په بیانیه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د اقتصادي ناورین له کبله د رسنیو عواید د پام وړ کم شوي، چې دغه وضعیت ګڼ شمیر رسنۍ تړل کیدو ته اړې کړې دي.
د یوناما په وینا، د طالبانو له لوري د پراخو محدودیتونو وضع کیدل د دې لامل شوي چې د رسنیو مسلکي کسان له ګواښونو، نیول او بندي کیدو، شکنجې او او همدارنګه له بد چلند سره مخامخ شي، چې ښځینه خبریالانې بیا په ځانګړي توګه د خطرونو او خنډونو له امله په شدیده توګه اغیزمنې شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښیي چې د ۲۰۲۴ کال له می میاشتې راهیسې د رسنیزو ازادیو د نقض لږ تر لږه ۲۱۵ موارد ثبت شوي، چې په دې لړ کې ۱۷۵ مستقیمې او غیر مستقیمې ګواښنې او ۴۰ د خبریالانو د نیولو موارد دي.
دې مرکز ویلي، چې له نیول شویو خبریالانو څخه ۱۰ تنه یې لا هم په زندان کې دي او د هغوی اووه تنه له اوو میاشتو څخه بیا تر یوه کال پورې په بند محکوم شوي دي.
یوناما په خپله بیانیه کې زیاته کړې، چې افغان رسنۍ هم د مصنوعي ځیرکتیا د چټک پرمختک اړوند ننګونو څخه خوندي نه دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، کلتوري او فرهنګي برخې یا یونیسکو استازې، پاتریشیا مکفیلیپس په دې اړه ویلي: «مصنوعي ځیرکتیا د پراخو ګواښونو سره مل ده؛ کیداې شي د ناسمو معلوماتو د تولید، غلطو معلوماتو خپریدو، د کرکجنو ویناوو پیاوړي کولو، د خلکو او خبریالانو د سانسور او څارنې د نویو ډولونو کارولو په برخه کې ترې غلطه ګټه واخیستل شي، چې دا به د بیان پر آزادۍ ناوړه پایلې له ځان سره ولري.»