close
@GMICafghanistan

ندیم د کابل پوهنتون محصلینو ته: د ملا عمر په اړه مطالعه وکړئ او د هغه خوی ځان کې پیدا کړئ

اطلاعات روز: طالبانو د کابل پوهنتون محصلینو لپاره د دې ډلې د بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر مجاهد د ژوند او کارنامو په اړه یو سیمینار جوړ کړی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا سیمینار د شنبې په ورځ (۱۳ د غویي) جوړ شوی او د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم پکې د ملا عمر د ژوند، کارنامو او تقوا اړوند څرګندونې کړې دي.

ندا محمد ندیم د سیمینار له ګډونوالو غوښتي چې د «ملا عمر په اړه دې مطالعه وکړي او د هغه خوی او عادات دې په ځان کې پیدا کړي».

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت خبرپاڼې له مخې ندیم ویلي، چې «ملا محمد عمر مجاهد داسې شخصیت و، چې اوس هم د نړۍ سیاست پوهان، پاچاهان او عالمان ورته ګوته په غاښ دي او د ده مبارک د ژوند، کړنو او پرمختګونو په اړه لا هم څېړنې کوي، چې څه ډول یې په دې هېواد کې شته ستونزې او وحشت ختم او پر ځای ی سوچه اسلامي نظام قایم کړ».

هغه د طالبانو بنسټ ایښودونکی «عمر ثالث» بللی او له مخصلینو یې غوښتي چې «په دې سمینار دې اکتفاء نه کوي، بلکې د لوی ملا صاحب د ژوند، کارنامو او سیاسي بصیرت په اړه دې مطالعې او د مشرانو خبرو اورېدو ته پاملرنه وکړي او د هغه مبارک خوی او عادات دې په ځان کې پیدا کړي».