close
UNICEF/Khayyam

یونیسیف: د تورخم له لارې راتلونکې ۲۰ سلنه ماشومان دي

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړي صندوق ویلي چې له پاکستانه پر تورخم لار را اوښتونکي ۲۰ سلنه ماشومان دي.

دې بنسټ په یوه راپور کې چې نن (یکشنبه، ۱۴ د غوایي) خپور شوی، ویلي چې یو شمېر ماشومان له خپلو کورنیو او یا هم پالونکو بېل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په راپور کې همدا راز ویل شوي چې د اپریل میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې له پاکستانه شاوخوا اته زره تنه افغانستان ته راغلي.

دې بنسټ ویلي چې کوم کسان تورخم ته راځي، ستړي، اسیب پذیره او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته اړ وي.

یونیسیف ویلي چې د چین د دولت په ملاتړ راستنېدونکو ته د روغتیایي توکو بستې توزیع کوي.

دې بنسټ ویلي چې تر اوسه یې په تورخم کې پنځه زره او ۷۰۰ روغتیایي بستې کورنیو ته ویشلې دي.

د یونیسیف له راپور سره سم، په دې بستو کې ۱۴ بېلابېل توکي وي لکه صابون، شامپو، مسواک، د غاښو کریم، ناخنګیر او ځیني نور لوښي.

یونیسیف ویلي چې دا بستې یې د افغانستان سویل، لوېدیځ او ختیځو سیمو ته رسولې دي او توزیع ته چمتو دي، تر څو کورنۍ له حاد ابکي اسهال او نورو مخنیوي وړ ناروغیو څخه خوندي کړي.

یونیسیف ویلي چې همدا راز یې کورنیو ته د لاسو مینځلو د ارزښت، پاکو اوبو او د میاشتني عادت د حفظ الصحې په اړه غونډې جوړې کړې او تر اوسه په تورخم کې ۴۰ زره تنو په دې غونډو کې ګډون کړی دی.

پاکستان د اپریل میاشتې له لومړیو څخه د افغان کډوالو جبري شړل پیل کړي او دا بهیر لا هم روان دی.

نړیوال بنسټونه وایي چې ډېری راستنېدونکي له «هیڅ شي» پرته راستنېږي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.