close

ننګرهار کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو ځوان وژل شوی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو ځوان وژل شوی او ورور یې ټپي دی.

د سېمې یو اوسېدونکی ګلاب شاه وایي، چې پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۱۵ د غویي) د بهسودو ولسوالۍ اړوند «دوبېلې» سیمه کې د ځمکې پر سر د شخړې له امله رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، په یاده پېښه د بلال په نوم یو ځوان وژل شوی او د هغه یو بل ورور ټپي شوی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې دغه دواړو ورونو له خپلو ماماګانو سره د مور د حق پر سر (میراث) جنجال درلوده، چې لومړی یې لفظي شخړه کړې او بیا یې د ماماګانو له لوري پرې ډزې شوي.

تر اوسه ننګرهار طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم وخت‌ناوخت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځمکې یا نورو کورنیو مسایلو پر سر شخړې شوي چې له کبله یې یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.