close

د ابو نصر فراهي بندر ګارګرانو او موټر چلوونکو د ایراني پوله ساتو د دوه مخي چلند پر وړاندې اعتراض کړی

اطلاعات روز: په فراه ولایت کې د ابو نصر فراهي بندر کارګرانو او موټر چلوونکو د ایراني سرحدي ساتونکو د دوه مخي چلند له امله کاري اعتصاب کړی دی.

په فراه کې سرچینې وايي، چې موټر چلوونکو او کارګرانو له تیرو دریو ورځو راهیسې کاري اعتصاب کړی دی.

اعتصاب کوونکو خپل اعتراض او غوښتنې د ابو نصر فراهي ګمرک کې د طالبانو کمېسار ته په لیکلي بڼه سپارلي او د خل غوښتنه یې کړې.

په دې لیک کې ایران ته د افغان بار وړونکو لاریو محدود ننوتل د موټر چلوونکو او کارګرانو د اعتراض یو له دلیلونو څخه یاد شوي دي.

د اعتراض کوونکو په وینا، هره ورځ له ۸۰۰ څخه زیاتو ایراني موټرو ته اجازه ورکول کېږي چې سرحدي بازارچې ته ننوځي، په داسې حال کې چې د افغانستان ونډه ۱۰۰ موټر دي.

د دوی په وینا، دا نابرابري د دې لامل شوې چې ډیری توکي په ځمکه تخلیه شي.

د کارګرانو بل اعتراض بازارچې ته د افغان کارګرانو د ننوتلو محدودیت دی.

کارګرانو ویلي، چې د تړون پر بنسټ، باید هره ورځ له پنځو زرو څخه زیاتو کارګرانو ته چې د پیژندپاڼې کارتونه لري اجازه ورکړل شي چې بازار ته ننوځي، خو د ایران سرحدي ساتونکي یوازې ۱۵۰۰ کسانو ته د ننوتلو اجازه ورکوي.

افغان کارګران د ایراني پوله ساتو له لوري د «سپکاوي او غیر انساني» چلند په اړه شکایت کوي.

موټر چلوونکو او کارګرانو ویلي، چې تر هغه چې د دوی غوښتنو ته رسیدګي ونه شي، خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي.

تر اوسه پورې فراه کې ځايي طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.