close
Photo: Arg

د طالبانو کابینې د افغانستان د نفوسو د سرشمیرنې امر وکړ

اطلاعات روز: د طالبانو د لومړي وزیر دفتر وایي چې د دې ډلې کابینې یو پلاوی ګومارلی چې د افغانستان د نفوسو د سرشمیرنې لپاره چمتو شوې طرحه وارزوي.

د دې دفتر له اعلامیې سره سم، د طالبانو د کابینې شلمه غونډه چې پرون (دوشنبه، ۱۵ د غوایي) جوړه شوې، د طالبانو د احصاییې او معلوماتو ادارې د رییس عبدالقاهر په مشرۍ یوه پلاوي ته امر وکړ چې د نفوسو د سرشمیرنې په تړاو د جوړې شوې طرحې «ټول اړخونه» وارزوي.

د طالبانو کابینې له دې پلاوي غوښتي چې د دې طرحې په اړه دې خپل نهایي راپور راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

معلومه نه ده چې طالبانو د افغانستان د نفوسو د سرشمیرنې طرح څه وخت چمتو کړې او جزییات یې څه دي.

په افغانستان کې سرشمېرنه تل یوه جنجالي موضوع وه.

د طالبانو د احصاییې او معلوماتو ادارې د ۱۴۰۳ لمریز کال پر مهال د افغانستان نفوس ۳۵.۷ میلیون تنه ښوولی و، مګر د ملګرو ملتونو بنسټونه د هیواد نفوس ۴۴ میلیون وګړي ښيي.