اطلاعات روز: په دایکندي کې سرچینې وایي، چې په کیتي او شهرستان ولسوالیو کې د دوو ښوونځیو زده کوونکې «مسمومې» شوې دي.
د کیتي ولسوالۍ یو اوسېدونکي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د ځینو زده کوونکو وضعیت خراب ښودلی دی.
د سرچینې په وینا، چې نن (چهارشنبه، ۱۷ د غویي) د کیتي ښځینه ښوونځي زده کونکې په ټولګي کې په ناڅاپي توګه په سخت خارښت، کانګو وهلو او نفس تنګۍ اخته شوي. سرچینې د دې زده کوونکو شمېر له ۴۰ څخه تر ۵۰ پورې ښودلی دی.
د سرچینې په وینا، دا زده کوونکي د کیتي ولسوالۍ کلینیک ته انتقال شوي او د هغوی د ځینو وضعیت نازک بلل شوی دی. اطلاعات روز ته چې کومه ویډیو رسیدلې، پکې لیدل کېږي چې ماشومې نجونې بې هوښه پر ځمکه پرتې دي.
سرچینې زیاتوي، چې روغتیایي ټیمونه له شاوخوا سیمو د ولسوالۍ مرکز ته له روغتیایي امکاناتو سره را روان شوي دي.
کوم څه چې «مسمومیت» ګڼل شوي، لامل یې لا هم روښانه نه دی. ځینو زده کوونکو ویلي چې تر دې حالت وړاندې یې په ټولګي کې یو ځانګړی بوی حس کړی دی.
په عین مهال کې د دایکندي په مرکز کې یوې روغتیایي سرچینې ویلي، چې د شهرستان ولسوالۍ د «چاه چاه» سیمې د ښوونځي زده کوونکې هم مسمومې شوې دي.
د سرچینې په وینا، د دې نجونو وضعیت ښه دی.
په دایکندي کې ځایي طالب مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.
تېر کال هم د دایکندي د کیتي ولسوالۍ د تمران ښځینه لېسې زده کوونکې او ښوونکې مسمومې شوې وې.