close

ملګرو ملتونو افغانستان ته د راستنېدونکو د ملاتړ لپاره تر ۴۰۰ میلیون ډالرو زیاتې بودجې غوښتنه کړې

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر وایي چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال افغانستان ته راستنېدونکو وګړو ته د رسیدګۍ لپاره تر ۴۰۰ میلیون ډالرو زیاتې بودجې ته اړتیا لري.

یوناما نن (چهارشنبه، ۱۷ د غوایي) پر فیسبوک لیکلي چې ۶۴ میلیون ډالر پر پوله د بېړنیو مرستو او ۳۵۰ میلیون نور ډالر د هغو ۶۰۰ زره راستنېدونکو او ځپل شویو ټولنو د ملاتړ لپاره په کار دي چې بیرته خپل ژوند ورغوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر لیکلي: «موږ له تمویلوونکو غواړو چې نه یوازې په بېړنیو مرستو کې پانګونه وکړي، بلکې په اوږدمهالي پیاوړتیا کې هم لاسنیوی وکړي، تر څو د بې ځایه کېدو او بې ثباتۍ د څرخ په ماتولو کې مرسته وشي.»

یوناما دا بودجه د ۲۰۲۵ کال پر مهال له پاکستانه د افغان کډوالو د راستنېدو له کړکېچ سره د مقابلې لپاره د «واحد غبرګون» د طرحې په چوکاټ کې غوښتې.

دا طرح ملګرو ملتونو او غیر دولتي بنسټونو تیاره کړې او تمرکز پر پوله پر بېړنیو مرستو او په ملي او سیمه‌ییزه کچه د کاري ډلو له لارې «راستنېدونکو سیمو» کې د بیا ادغام د پروسې منځمهالی او اوږدمهالی ملاتړ دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې «د دې طرحې اصل دادی چې د بیا ادغام لپاره پایداره حل‌لارې باید په پولو او د راستنېدو په سیمو کې بېړنۍ بشرپالې مرستې له هغه منځمهالي او اوږدمهالي ملاتړ سره وتړي چې «له بې ځایه کېدو څخه اغېزمنو ټولنو» کې کېږي.»

پاکستان د روان میلادي کال د اپریل میاشتې له لومړۍ نیټې د افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر پیل کړی دی او ملګري ملتونه وایي چې اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر میاشتې پورې به شړنه او راستنېدونه روانه وي.