close

ننګرهار کې څلور تاریخي سیمې کشف شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وایي، چې د کابل – جلال اباد پر دوېم لېن سړک د حصارک، شیرزاد او خوګیاڼو ولسوالیو اړوند سیمو کې یو شمېر تاریخي سیمې کشف شوې دي.

د یاد ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون نن (پنج شنبه، ۱۸ د غویي) وویل، چې په دغو کشف شوو سیمو کې څلور تاریخي سیمې او پنځه برجونه یا د لرغوني دورې د کاروانونو لارښود منارونه شامل دي.

د هغه په خبره د لومړنیو څېړنو له مخې، پېژندل شوې سیمې له اسلام څخه وړاندې د بودایي دین او د کوشانیانو دورو پورې اړه لري چې دغه سیمې د بېلابېلو لرغونو ودانیو، د اوسېدنې ځایونو، بودایي سټوپې او د معبدونو ټولګه او د ستر فرهنګي او تاریخي ارزښت لرونکې دي.

نوموړی زیاتوي، چې دغه موندنې د هېواد د بډایه تاریخ او بې‌ساري فرهنګي میراث ښکارندويي کوي او باید په ښه توګه وساتل شي.

بلخوا فرهنګي فعالان وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې ډېری تاریخي سیمې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

د دوی په وینا، چې ځینې دغه سیمې د جګړو له امله زیانمنې شوي او ځینې یې هم د خلکو له‌خوا په خپل‌سري توګه راسپړل شوي دي.

دوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غواړي چې د تاريخي سیمو د بیارغونې، ساتنې او له غصب څخه د مخنیوي په طرحه کار وکړي.