اطلاعات روز: د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي، چې د هند ۱۲ بې پیلوټه الوتکې د پاکستان په مختلفو سیمو کې رانسکورې شوې دي.
د جیو نیوز د راپور له مخې، هغه نن (پنج شنبه، ۱۸ د غویي) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې یادې الوتکې په لاهور، ګوجرانواله، چکوال، بهاولپور، میانو، کراچۍ، چور، راولپنډۍ او اټک کې له منځه وړل شوې دي.
د چودري په وینا، یو ډرون لاهور ته نږدې غورځېدلې، په داسې حال کې چې نورې یې راولپنډۍ، چکوال او کراچۍ ته نږدې رانسکورې شوې دي.
نوموړي ویلي، چې په لاهور کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د پاکستاني پوځ څلور غړي ټپيان شوي او په ميانو کې يو ملکي وګړی وژل شوی دی.
هغه څرګنده کړې، چې د پاکستان وسله وال ځواکونه په بشپړ ډول د تیارسۍ په حالت کې دي.
هندي چارواکو تر اوسه د دې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
پرون سهار، هند د کشمیر په ځینو برخو او د پاکستان په نورو سیمو هوايي بریدونه وکړل.
هند وايي، چې د ترهګرو ډلو نهه کمپونه یې په نښه کړي دي.
خو، پاکستاني چارواکي وايي، چې ملکي سیمې په نښه شوي او لږ تر لږه ۲۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي وژل شوي دي.
پاکستان وايي، چې پرون سهار یې هم پنځه هندي الوتکې رانسکورې کړې دي. هند تر اوسه دا ادعا نه ده تایید کړې.
په هندي کشمیر کې د پرون سهار نښتې هم مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې په دې نښته کې لږ تر لږه ۱۰ هنديان وژل شوي دي.