اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز پارون کې یو «فېلډر» ډوله موټر سیند ته غورځېدلی چې له امله یې درې تنه مړه شوي.
د نورستان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند غلام الرحمن حیدري وایي، دا پېښه نن (پنجشنبه، ۱۸ د غوایي) شاوخوا یوه بجه د دې ولایت د مرکز پارون په «ځنګل پوستې» سیمه کې را منځته شوې.
حیدري ویلي چې په دې ترافيکي پېښه کې د نورستان د ښاري محکمې یو قاضي «شیخ رحیم الله» هم مړ شوی.
نوموړی زیاتوي چې د مړو شویو کسانو جسدونه د سیند په اوبو کې ډوب دي؛ خو د موندلو هڅې یې روانې دي.
دا په داسې حال کې چې په وروستیو کې په نورستان کې د ترافیکي پېښو ګراف لوړ شوی چې له امله یې ګڼې مرګونې ترافیکي پېښې را منځته کېږي او د دې ترافیکي پېښو لامل تر ډېره خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل کېږي.