close

ننګرهار کې د ورښتونو او سېلابونو له امله یو کس مړ او ۳۲ نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد او د دې ولایت په یو‌شمېر ولسوالیو کې د سختو ورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې له امله یې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي او په دې لړ کې یو تن مړ او ۳۲ نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وایي چې په دې ولایت کې تېره ورځ (پنجشنبه، ۱۹ دغویي) د ورښتونو او سېلابونو له امله یو کس مړ شوی او ۳۲ نور ژوبل شوي.

نوموړي همدا راز ویلي چې سیلاب او باران په جلال اباد ښار، کامې، خېوې، بهسود، ګوشتې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې لسګونه استوګنیز کورونه تخریب کړي، په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه چې په‌کې د غنمو، سبزیجانو او هندواڼو فصلونه شاملېږي، له‌منځه تللې دي.

د نوموړي په وینا، د مرستندویه بنسټونو له لوري په ټولو زیانمن شویو سیمو کې سروې پیل شوې چې ډیر ژر به ورسره لازمې مرستې وشي.

ویل کېږي چې تر ټولو ډېر زیانونه په کامې او ښېوې ولسوالیو او په جلال‌اباد ښار کې اوښتي دي.

ورته مهال یوشمېر بزګران هم وایي، د اورښتونو او سېلابونو له امله یې لسګونه جريبه رسېدلي فصلونه له‌منځه تللي دي او له مسوولینو د مرستو غوښتنه کوي.

ځینو سرچینو اطلاعات روز ته ویلي چې د جلال اباد ښار او ولسوالیو په ځینو سیمو کې د باران او توپان له امله د برېښنا او مخابراتي شبکو فعالیت پرې شوی او خلک له زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي.

د سیندونو غاړو ته د استنادي دیوالونو نشتون، د اړوندو ادارو له
لوري له وړاندې د خبرتیاوو نه‌ورکول او د هستوګنیزو کورونو د جوړولو پرمهال د سېلابونو د خطراتو له‌منځه وړلو ته نه پاملرنه هغه عوامل بلل کېږي چې د کمو وروښتونو او سېلابونو پرمهال هم خلکو ته درانه زیانونه اړوي.