اطلاعات روز: پاکستان اعلان کړی، چې د شنبې په سهار یې د هند پر وړاندې پوځي عملیات پیل کړي، چې په شمالي هند کې یې د توغندیو د ذخیره کولو ځای په ګډون ګڼ شمېر اډې په نښه کړې دي.
پاکستان ویلي، چې هند له دې عملیاتو مخکې د دوی په دریو هوايي اډو توغندي توغولي وو، چې یو یې اسلام آباد ته نږدې و، خو د پاکستان هوايي دفاع ډیری شنډ کړل.
د رویټرز په وینا، د پاکستان پوځ خبریالانو ته په یوه پیغام کې ویلي،: «د بیس په عمومي سیمه کې د برهموس توغندیو د زېرمو ځای له منځه وړل شوی دی.»
هغه زیاته کړې چې د هند په لوېدیځ ایالت پنجاب کې د پټان کوټ هوايي ډګر او په هندي کشمیر کې د اودهامپور هوايي ځواک اډه هم په نښه شوې ده.
هند تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه پوسټ کې اعلان کړی، چې دې پوځي عملیاتو ته «د بنیانون مارصوس عملیات» نوم ورکړل شوی دی. دا کلمه له قرآن څخه اخیستل شوې او د یو کلک او متحد جوړښت معنی لري.
هغه ویلي، چې د ملکي هدفونو د مخنيوي لپاره «ځانګړي اقدامات» شوي وو او هغه ځايونه يې په نښه کول چې د پاکستان نښه کولو لپاره کارول شوي وو.
د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري تېره شپه ناوخته په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: «هند د خپلو الوتکو له لارې له هوا څخه ځمکې ته توغندي ویشتي … د نور خان اډه، د مورید اډه او د شورکوټ اډې یې په نښه کړې دي.»
هغه ویلي، چې یوازې څو توغندي د هوايي دفاع څخه تېر شول او د لومړنیو ارزونو پر بنسټ یاد توغندي هیڅ «هوایي شتمنۍ» نه دي په نښه کړي.
د چهارشنبې پهدورځ د هند بریدونه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو پیل و، د هند په کشمير کې د تېرې مياشتې پر هندو سيلانیانو د مرګوني برید په غبرګون کې ترسره شول.
هند پر سیلانیانو د برید پړه پر پاکستان اچولې، خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.